ا.ا د کمیت او کیفیت له لحاظه د ښوونې او روزنې ارتقا او تعلیمي نصاب اصلاح ته ژمن دی

ا.ا د کمیت او کیفیت له لحاظه د ښوونې او روزنې ارتقا او تعلیمي نصاب اصلاح ته ژمن دی افغانستان
ا.ا د کمیت او کیفیت له لحاظه د ښوونې او روزنې ارتقا او تعلیمي نصاب اصلاح ته ژمن دی

د ریاست الوزراء ادارې مرستیال «د پوهنې ولایتي رئیسانو لپاره د چارو غوره همغږي» ورکشاپ کې ویلي، ا.ا ژمن دی چې ښوونې او روزنې ته د کمیت او کیفیت له لحاظه ارتقا ورکړي او تعلیمي نصاب اصلاح کړي. 

ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي نظام د افغانانو پخوانۍ غوښتنه وه، چې د بې شمېره سرښندونو په پایله کې ترلاسه شوې او مسوولین د نظام او افغان ملت په مقابل کې په ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې مهم مسوولیت لري. 

نوموړي په دې ناسته کې د دولتي ادارو له مسئولنیو غوښتي چې د افغانستان ملت او مراجعینو سره له شفقته کار واخلي. په همدې حال کې ښاغلي حنفي په خپلو خبرو کې ویلي، اسلامي امارت خپل مسوولیت بولي چې په مرکز او ولایتونو کې ښوونې او روزنې ته عادلانه لاسرسی برابر کړي، ترڅو د هیواد د ټولو سیمو اولادونه مدارسو او ښوونځیو ته لاسرسی ولري او په تېر کې په پوهنې او ښوونې او روزنې برخو کې شته نیمګړتیاوې له منځه یوسي. 

مولوي عبدالسلام حنفي عصري علوم د ټولنې له لومړنیو اړتیاوو بللي چې په خبره یې، مسوولین دې هڅه وکړي دغه علوم له اسلامي روحیې سره یو ځای د هیواد اولادونو ته زده کړي، ځکه له اسلامي روحیې پرته د عصري علومو زده کول د تېر په څېر د هیوادپاله انسانانو روزنه ناکاموي. 

دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت له لوري د ولایتي رئیسانو په ګډون نن په کابل کې پیل شوی، چې ټاکل شوې پنځه ورځې دوام وکړي.

تړلي موضوعات