د دولسم ټولګیو د څو لسیزو فارغانو شهادت نامې برښنایي شوې

د دولسم ټولګیو د څو لسیزو فارغانو شهادت نامې برښنایي شوې افغانستان
د دولسم ټولګیو د څو لسیزو فارغانو شهادت نامې برښنایي شوې

د پوهنې وزارت مسؤولین وایي د ښوونځیو د فارغانو د څو لسیزو شهادت نامې یې برښنایي کړي او د نورو د برښنایي کولو پروسه د مرکز په ګډون په څو ولایتونو کې دوام لري. 

د دې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې د ۱۳۵۴ هجري شمسي کال راهیسې یې د هیواد له مختلفو ښوونځیو څخه د فارغ شویو کسانو د شهادت نامو د برښنایي کولو لړۍ پیل کړې، چې د ۳۱۰ زره شاوخوا فارغانو څخه کاغذي شهادت راټولې او پر ځای الکترونکي شهادت نامې ورکول شوي دي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت د شهات نامو ریاست مسؤولینو زیاته کړې، چې په نویو برښنایي شهادت نامو کې یې ځینې پټې نښې کارولي، چې پر همسایه ملکونو سربیره یې هیڅوک جعلي نشي جوړولی او په پوره ډول یې د جعلي جوړولو مخنیوی شوی دی.

تړلي موضوعات