هلمند کې د نشه یې توکو د قاچاق په تور ۲۶ کسان نیول شوي
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو یې په هلمند ولایت کې د نشه یې توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۶ کسان نیولي دي.
یاد وزارت په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د هلمند ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۵جریبه ځمکه هم د چرسو له کښت څخه پاکه کړې ده.
په ورته مهال دې وزارت ویلي، چې د دې ولایت له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د تولید څو کارخانې هم کشف او له منځه وړې دي.