بغلان او تخار ولایتونو کې لسګونو میله وسلې نیول شوي

بغلان او تخار ولایتونو کې لسګونو میله وسلې نیول شوي افغانستان
بغلان او تخار ولایتونو کې لسګونو میله وسلې نیول شوي

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ عمري قول اردو کشفي ځواکونو په بغلان او تخار ولایتونو کې په یو لړ عملیاتو کې په لسګونو میله وسلې کشف او تر لاسه کړي دي. 

د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې امنیتي منسوبینو دوه قبضې راکټ، څلور میله پیکا، ۱۲ میله کلاشینکوفونه، شپږ قبضې تفنګچې، دوه میله ګربین ټوپک او دوه میله موش کوش توپکونه نیولي دي. 

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د هیواد په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د کشفي راپورونو په اساس ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې کشف او نیولي دي.

تړلي موضوعات