د مساجدو د برېښنا لګښتونه معاف دي اړوند ادارې دې غوښتنه نه کوي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د مساجدو د برېښنا لګښتونه معاف دي.
ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، اړوند امارتي ادارې دې په راتلونکي کې د یادو لګښتونو د تادیې غوښتنه نه کوي.
نوموړي ویلي، د مساجدو د برېښنا لګښتونو دې یوازې څارنه وشي، څو د مسجدونو برېښنا په نورو ځایونو کې استعمال نه شي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه تر دې وړاندې هم د هېواد لویو لارو کې مسافرو ته د اسانتیاوو په موخه د مساجدو د جوړېدو حکم کړی وو، چې دا مهال یې د جوړېدو چارې دوام لري او ځنیي یې بشپړ شوي هم دي.