د زابل اطلاعاتو کلتور ریاست د پټي خزانې ليکوال مقبره رغوي
د زابل ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د پټي خزانې لیکوال محمد هوتک له مقبرې څخه د لیدنې پر مهال د دغې مقبرې د رغولو خبر ورکړی دی.
ښاغلي حماد د محمد هوتک مقبره د زابل له تاریخي ابدو بللې په خبره یې، دغه ریاست په پام کې لري د محمد هوتک مقبرې ودانۍ او استنادي دېوال ورغوي.
مولوي حماد همداراز ویلي، د زابل د تاریخي ځایونو او ابدو بیارغونې او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د محمد هوتک مقبره د زابل سیوري ولسوالۍ ممو کلي موقعیت لري.
پټه خزانه د هوتکي پاچا شاه حسین هوتک د واکمنۍ په مهال نامتو لیکوال محمد هوتک هغه تذکره ده چې له ۱۱۴۱ بیا تر ۱۱۴۲ قمري کال لیکل شوې ده.
په دغه کتاب کې د پښتو ژبې د پنځوسو شاعرانو او لیکوالانو ژوند لیکونه راټول شوي دي.