د کډوالو بله جوپه هم هېواد ته راستنه شوه!

د کډوالو بله جوپه هم هېواد ته راستنه شوه! افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو نږدې ۷۰ تنه افغانان ازاد شوي دي.

دغه وزارت په اېکس پاڼه ویلي، دغه ۶۹ تنه پرون د تورخم له لارې د سلواغې په ۳۰ مه هېواد ته را ستانه شوي دي.

سرچینه وايي، یادو کسان چې قانوني اسناد یې هم درلودل د پاکستاني پولیسو له لوري په مختلفو ښارونو کې نیول شوي و، چې له ۲ تر ۸ ورځو پورې یې زندان تېر کړی دی.

وزارت ویلي، یاد کډوال د مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو پلرنیو سیمو ته لېږدول شوي دي.

یاده دې وي چې پاکستانی رژیم د خپلو سیاسي موخو تر لاسه کولو په موخه په هغه هېواد کې افغان کډوال د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي څو پر افغان حکومت خپلې سیاسي موخې ومني.

تړلي موضوعات