د کابل ـ لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې

د کابل ـ لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا

د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د کابل - لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د بنسټیزو برخو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې.

د یادې ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زېربنایي پروژو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وايي، چې اوس مهال د دې سړک یو کیلومتر برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده او په ورته وخت کې، د پاتې نورو برخو په جوړولو هم کار روان دی.

ښاغلی سادات زیاتوي، چې د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې د نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې، (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلي لارو، د موټرو تمځایونو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزییات هم شامل دي.

یاده دې وي، چې د کابل - لوګر سړک د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه ګڼل کیږي، چې کابل ښاروالۍ وايي په راتلونکي کې د دې سړک دویمه برخه د چرخ آب له سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې هم جوړوي.

تړلي موضوعات