د کندهار هوایي لوا کې یو هلیکوپټر بیارغول شوی دی

د کندهار هوایي لوا کې یو هلیکوپټر بیارغول شوی دی افغانستان
د کندهار هوایي لوا بیا رغول شوې چورلکه

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، یو MI-17 ماډل هلیکوپټر چې له فعالیته لوېدلی و، د کندهار هوایي لوا تخنیکي پرسونل له لوري بیا ترمیم او پرواز ته چمتو شوی دی.

د سرچینې په خبره، دغه هلیکوپټر د څارنې او ساتنې ګروپ د پرلپسې هلو ځلو او د کندهار لوا د تخنیکي انجنیرانو له لوري بیرته جوړ او الوتنې کولو ته چمتو شوی.

د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د ملي دفاع وزارت د تخنیکي انجنیرانو له لوري ګڼې هغه الوتکي بیرته ترمیم شوې، چې د تېرې ادارې پر مهال له کاره لوېدلې وې.

تړلي موضوعات