صنعتي فابریکې دې چاپېریالي ستونزو مخنیوي برخه کې اصول مراعت کړي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص د هرات ولایت له یوشمېر صنعت کارانو او فابریکو لرونکو سره کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره دې چاپېریالي اصول مراعت کړي.
ښاغلي خالص دې کتنه کې د فابریکو مالکینو او صنعت کارانو سره د چاپېریالي ستونزو حل، هوا ککړتیا مخنیوي او چاپېریالي اصولو تطبیق په اړه خبرې اترې کړې دي.
بلخوا د هرات صنعت کارانو د چاپېریالي ستونزو حل برخه کې له چاپېریال ساتنې ادارې په ګډه د لازمې همکارۍ ژمنه ورکړي.
د یادونې ده، چې دا مهال هرات ولایت کې شاوخوا ۱۵۰۰ تولیدي او صنعتي فابریکې فعالیت کوي، چې د دې ولایت اوسېدونکي د ځینو فابریکو له لوري د چاپېریالي اصولو نه مراعتولو له کبله شکایت لري.