د نشه یي توکو کښت او قاچاق په اړه د سویل زون والیانو ناسته کړې
د هېواد لوېدیځ زون والیانو د همغږۍ نوبتي ناسته کړې، چې نشه یې توکو کښت، قاچاق، پېر پلور او مخنیوي په اړه یې خبرې کړې دي.
دغه ناسته کندهار والي ملا شیرین اخوند په مشرۍ شوې، چې د هلمند، روزګان او زابل ولایتونو والیانو په کې ګډون درلود.
دې ناسته کې د نشه یي توکو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د لا ښه تطبیق او د امنیت سمون او نورو موضوعاتو مفصلې خبرې شوې دي.
دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې دا مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو پر کښت، پېر، پلور او قاچاق په بشپړ ډول بندیز لګول شوی او دا مهال یې کرکېله نږدې صفر ته نږدې شوې.