کندوز کې د برېښنا مهمه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

کندوز کې د برېښنا مهمه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له شېرخان بندر څخه تر کندوز ښار پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لین انتقال پروژه بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر دغه پروژه د کندوز لپاره مهمه بللې په خبره یې، د دغې پروژې چارې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا شرکت له بودیجې بشپړې شوې.

عبدالباري عمر ویلي، برېښنا شرکت یوازې په وارداتي برېښنا تکیه نه ده کړې او داسې طرحې او کړنلارې تر لاس لاندې لري، چې په پلي کېدو سره به یې په کور دننه د تولیدي برېښنا کچه زیاته شي.

نوموړي زیاته کړې، د شېر خان بندر – کندوز ښار ۱۱۰ کیلوولټه پروژې څخه به په کلني ډول ۱۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شي.

تر دې وړاندې د برېښنا شرکت مسئولینو ویلي و، یاد شرکت د هېواد په بېلابېلو برخو کې په تېرو پنځو میاشتو کې د ۱.۵ میلیاره او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پروژي پلي کړې دي.

تړلي موضوعات