د ا.ا.ا کابینې شپاړسمه ناسته؛ د برېښنا رسونې پر چټکتیا ټینګار شوی

د ا.ا.ا کابینې شپاړسمه ناسته؛ د برېښنا رسونې پر چټکتیا ټینګار شوی افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت کابینې شپاړسمه غونډه کې هېوادوالو ته د برېښنا رسونې په چټکتیا ټینګار شوی دی.

د کابینې دغه ناسته چې د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوې امارتي شرکتونو ته دنده سپارل شوې چې دبرېښنا رسونې کارونو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

د ا.ا د کابینې په دې غونډه کې په داسې مهال د برېښنا د چټک رسولو موضوع مطرح شوې، چې د کابل اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برېښنا د کمې پرچاوۍ او زیات شتون څخه خوښي څرګندوي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت وروستیو کې د تولیدي او اړتیا وړ وارداتي برېښنا برخه کې ګڼې پروژې پلي کړې، چې بشپړېدو سره به یې د هېواد برېښنا ستونزه تر ډېره راکمه شي.

تړلي موضوعات