غور کې درې تنه د واورې ښوېدو پېښه کې مړه شوي
د غور ځايي مسؤلین خبر ورکوي، چې د پسابند ولسوالۍ بند انقرچاق کلي کې د واورې ښوېدو له کبله درې تنو ژوند بایللی دی.
د غور ولایت مقام ویاند عبدالواحد حماس حریت راډیو ته وویل، دغه درې تنه د غور پساپند ولسوالۍ اوسېدونکي دي، هلمند ولایت ته په لار وو چې واورې ښوېدو پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
ښاغلي حماس زیاته کړې، د امنیتي ځواکونو او سیمي اوسېدونکو د پرلپسې هڅو وروسته د دغو کسانو جسدونه له واورې ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
د یادونې ده، چې غور د هغو ولایتونو له ډلې ده چې هر کال ژمي کې د سخت یخ څپه پرې راځي او ډېر کله یې د درنو ورښتونو او وارې ښوېدنې له کبله له ګاونډیو ولایتونو سره لارې تړل کېږي.