کډوالو چارو وزارت بلوچستان کې له کورونو څخه د افغان کډوالو شړل وغندل

کډوالو چارو وزارت بلوچستان کې له کورونو څخه د افغان کډوالو شړل وغندل افغانستان
انځور ارشیف

کډوالو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره بلوچستان ایالت کې له خپلو کورونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.

دغه وزارت وایي، چې تېره شپه ناوخته د بلوچستان ایالت په کویټه او کچلاک سیمو کې پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان کډوالو کورنۍ له خپلو مېنو څخه په زور ایستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

سرچینه وایي، په یادو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي، چې د بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوې دي.

دوی وايي، پاکستاني حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو کلونو کې بار بار تکرار کړې او لاهم دوام لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپلې همکارۍ او مرستې ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته را ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیس په هغه هېواد کې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره په پرلپسې ډول په هغه هېواد کې افغان کډوال د وسیلې په توګه استفاده کوي.

تړلي موضوعات