مولوي ذبیح الله مجاهد: افغانستان د اوسپنې پټلۍ به نړۍ سره وصل کړي

مولوي ذبیح الله مجاهد: افغانستان د اوسپنې پټلۍ به نړۍ سره وصل کړي افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د کندهار - هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین چارو د پیل مراسمو په مهال وایي، دغه پروژه له تجارتي او ټرانزیټي پلوه یو مهم اقتصادي ګام دی چې په مټ یې کولای شو نړۍ سره وصل کړو.

 نوموړي ویلي، د اوسپنې پټلۍ دغه جریان چې د ایران لخوا د خواف له لارې هرات ته او له هرات څخه د کندهار - سپین بولدک په لوري غځېږي د جوړېدو هڅې یې روانې دي. 

ښاغلی مجاهد وایي، د افغانستان ګاونډي هېوادونو چې ډېری انتقالات د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره کوي د دغه کرښې له وصلېدو سره به موږ ته اقتصادي او ترانزیټي فرصت په لاس راشي. 

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، تر دې وړاندې چې هېواد کې جګړې وې او د ابادۍ لپاره فرصت نه وه، له امله یې د اوسپنې کرښه پرې وه چې دمګړۍ یې د جوړېدو په برخه کې اسلامي امارت کوټلي ګامونه اوچت کړي. 

د یادونې ده، چارواکي وايي د دې اوسپنیزې کرښې پروژه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران د کراچۍ له بندر سره وصلوي، چې د دغې پرې شوې کرښې په وصلېدو سره به د افغانستان لپاره بل ترانزیټي فرصت په لاس راشي، چې په مټ به یې د توکو انتقال بیو کې کموالی راشي.

تړلي موضوعات