زابل شهر صفا کې نږدې ۱۲۶ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه!

زابل شهر صفا کې نږدې ۱۲۶ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه! افغانستان
انځور ارشیف

عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د زابل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تخنیکي ناسته کې د دغه ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د ۱۲۵ زره ۹۵۰ جریبه ځمکې د دوسیې په اړه بحث شوی، چې په ترڅ کې یې دغه ځمکه امارتي تثبیت شوې.

 وزارت وایي، همدارنګه په ياده ناسته د زابل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې ونیول شوې. 

یاده دې وي، چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په هېواد کې سلګونه زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده او په دې برخه کې لا هڅې روانې دي.

تړلي موضوعات