د مصر په ګډون د یو شمېر افریقایي هېوادونو له زندانونو ۱۷افغانان ازاد شول

د مصر په ګډون د یو شمېر افریقایي هېوادونو له زندانونو ۱۷افغانان ازاد شول افغانستان
مصر کې د افغانستان سفارت

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس حافظ ضیا احمد په اېکس پاڼه ویلي، چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ا.ا.ا. د لوی سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې، د دغه هېواد په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو ۱۷ تنه افغانان ازاد شول.

 نوموړي زیاته کړې، دغه افغانان چې په مصر سربېره په مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا کې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو، له بند څخه آزاد او د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې هېواد ته راولېږدول شول.

 په ورته مهال د کډوالو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو یې ۲۰ نور افغانان هم را خوشې کړي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

 یاده دې وي چې د اسلامي امارت په هڅو سلګونه هغه افغانان چې په نورو هېوادونو کې د بېلا بېلو لاملونو له امله بندیان وو، راخوشي او خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

تړلي موضوعات