سپین بولدک کې څه باندې دوه ټنه نشه یي توکي نیول شوي

سپین بولدک کې څه باندې دوه ټنه نشه یي توکي نیول شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سرو څاهانو سیمه کې ۲۱۹۵ کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

 سرچینه د مسؤلینو له قوله وایي، یادو نشه یي توکو کې ۲۱۲۳ کیلوګرامه چرس او پاتې ۷۲ کیلو ګرامه تاریاک شامل دي.

 خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره اونۍ په ښورابک ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د همدې ولسوالۍ پنځمې حوزې اړوند فرضي کرښې ته څېرمه څه باندې ۴زره کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي وو.

 یاده دې وي، چې هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د نشه يي توکو په وړاندې کلکه مبارزه شوې او په دې برخه کې نیول شوي کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات