د ا.ا.ا مشرتابه د حکم په اساس نوې ټاکنې شوې دي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې حکومت کې نوې لوړ رتبه ټاکنې شوې دي
ذبیح الله مجاهد په اېکس پاڼه لیکلي د دغو ټاکنو په اساس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د افغانستان بانک د نظارت امر په توګه ټاکل شوی دی.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین په توګه، د تخار مخکېنی والي مولوي عبیدالله امین زاده د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین په توګه، د کندهار مخکېنی امنیه قومندان مولوي سمیع الله حزب الله د تخار والي په توګه ټاکل شوی دی.
د دې ترڅنګ د افغانستان بانک د نظارت مخکېنی امر شیخ عبدالرحمن قانت د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه، د هلمند پخوانی والي مولوي عبدالاحد طالب د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دی.