اسلامي امارت د کندوز پېښي قربانیانو سره خواخوږي وکړه

اسلامي امارت د کندوز پېښي قربانیانو سره خواخوږي وکړه افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یو پیغام په خپرولو سره د کندوز ولایت پېښي قربانیانو کورنیو سره خواخوږي کړې او دغه برید یې د اسلام او بشریت دښمنانو کار بللی دی.

 د کندوز امنیه قومندانۍ ویلي، دغه برید د یو کس له لوري د کابل بانک په څانګې شوی، چې د ملکيانو، مجاهدینو او د بانک ساتونکو په ګډون پنځه تنه په کې شهیدان او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

 د لوړو زده وزارت هم ویلي، چې دي برید کې د کندوز پوهنتون استاد محمدشهاب سالارزی هم شهید شوی، چې د خپل معاش اخېستلو لپاره بانک ته ورغلی و.

 د کندوز ولایت کابل بانک څانګې برید مسئولیت داعشي خواجو په غاړه اخیستی دی.

تړلي موضوعات