د کندهار مرمر ډبرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

د کندهار مرمر ډبرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو افغانستان
د کندهار مرمر ډبرو کان د کیندنې تړون

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو کان د استخراج تړون یې د ۶.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت نن له یو ترکي شرکت سره لاسلیک کړ. 

دغه وزارت په اېکس پاڼه ویلي، دغه کان ۳ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون له امي اوغلو په نوم ترکي شرکت سره د ۳۰ کالو لپاره لاسلیک کړی.

په همدې تړاو جوړ شویو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، د دې تړون په لاسلیک سره به د هېواد سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به د سیمې خلکو ته د طبي او تعلیمي برخو سربېره نور ګڼ شمېر ټولنیز خدمات وړاندې شي.

په ورته مهال د امي اوغلو شرکت مرستیال ویلي، د دې کان له استخراج او پروسس وروسته به دوی د افغانستان مرمر نړۍ ته معرفي کړي، چې دا د دواړو هېوادونو خلکو او حکومتونو په ګټه دي.

یاده دې وي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د کانونو د استخراج په برخه کې ښه شفافیت رامنځته شوی او لسګونه داخلي او بهرني شرکتونو د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه کړې.

تړلي موضوعات