بیجینګ د واخان کوریډور لارې پرانېستلو کې هیڅ ستونزه نه لري

بیجینګ د واخان کوریډور لارې پرانېستلو کې هیڅ ستونزه نه لري افغانستان
د افغانستان واخان کوریډور

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي، هېواد یې د واخان لارې پرانېستلو او چین سره د افغانستان نښلولو کې هیڅ ستونزه نه لري. 

ژاو شینګ ویلي، د دغې لارې په پرانېستل کېدو سره به بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.

ښاغلي شینګ دغه څرګندوندې د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ملا عبدالواسع سره کتنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، دا مهال د چین له لوري بامیانو کې د برېښنا رسولو، کندهار کې د روغتونو جوړول او تخار کې د امو دریا تېلو پروژې چارې دوام لري.

دغې لوړ پوړي چینایي ډيپلوماټ زیاته کړې، له ۲۰۲۱ کال وروسته د چین او افغانستان اړیکې لا پیاوړي شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه او سوداګرې زیاته شوې.

بلخوا ملا عبدالواسع ویلي، چین دې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.

تړلي موضوعات