تېره اونۍ نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول شوي
مالیې وزارت خبر ورکړی، تېره اونۍ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې ۵۰ زره ۹۴۸ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولي.
وزارت زیاتوي، چې په نیول شویو توکو کې رُب، ګوړه، چاکلېټ، خام نخود، د پیازو تخم، غوړي، مالګه او یو شمېر نور توکي دي چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې د هېواد بازارونو ته راوړي.
سرچینه وایي، نیول شوي توکي او تورن کسان د اجراتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.