هېواد کې د نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي
کابل ښار کې راټولې شوې شمېرې ښيي چې د تېرو اوو ورځو په پرتله د نفتي توکو بیې شاوخوا لس سلنه راکمې شوې دي.
د راټول شویو معلوماتو له مخې، یو لېټر پطرول له ۶۵ څخه ۶۱ افغانۍ، یو لېټر ډیزل تېلو بیه له ۶۶ څخه ۶۰ او د یو کیلو اوبلن ګازو بیه له ۵۸ څخه ۵۰ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.
د کابل اوسېدونکي په بازارونو کې د بیو له را ټیټېدو خوښ دي او له حکومت څخه غواړي چې د خوراکي توکو د بیو کنټرول ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.
نرخونو کې دغه کمښت وروسته له هغې راغلی چې پنځه ورځې وړاندې د کابل ښاروالۍ له احتکار څخه د مخنیوي او د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول کمېسیون نوې نرخ نامې ترتيب او له ټولو پلورنځیو یې وغوښتل چې د هغې په اجرا کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.