کابل کې د چین سفیر سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې شوې

کابل کې د چین سفیر سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې شوې افغانستان
د ټولګټو وزیر کابل کې د چین سفیر سره کتنه کې

د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ سره کتنه کې پر مهمو پروژو خبرې اترې کړې دي.

 د ټولګټو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د واخان دهلېز او افغان ټرانس مهمو پروژو په اړه بحثونه کړي دي.

 د یاد وزارت د خبر له مخې د ټولګتو وزیر ویلي، د واخان دهلېز چې افغانستان چین سره نښلوي د سروې چارې پشپړې او دا مهال یې د ډیزان چارې دوام لري.

 دغه راز دواړو لوریو د افغان ټرانس پروژې په اړه چې د مرکزي اسیا هېوادونو د افغانستان له لارې سویلي سره نښلوي هم خبرې شوې.

 د ټولګټو وزیر ویلي، د دې پروژې په اړه اسلامي امارت د رهبري په کچه یادو هېوادونو سره خبرې شوې او افغان حکومت یې د چارو پیل ته بشپړ چمتووالی لري.

 د واخان دهلېز او افغان ټرانس دوه هغه پروژې دې چې د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینه کې د پام وړ اساسي رول لري.

تړلي موضوعات