ترکیه کې د افغانستان سفارت تړل کېدو راپورونه ناسم دي

ترکیه کې د افغانستان سفارت تړل کېدو راپورونه ناسم دي افغانستان
ترکیه کې د افغانستان سفارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ترکیه کې د افغانستان د سفارت تړل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي او ویلي یې دي هلته د سفارت چارې د تېر په شان دوام لري. 

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي ویلي، د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت چارې د تېر په شان په نورمال او عادي ډول دوام لري.

ذاکر جلالي ډاډ ورکړی، چې یاد سفارت لا هم په بشپړې روڼتیا او ژمنتیا سره کونسلي خدمات وړاندې کوي په خبره یې، د هېوادونو ډیپلوماټیکو استازولیو کې د ډیپلوماټانو ادلون بدلون یوه عادي کړنه ده.

نوموړي داسې مهال ترکیه کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو اوازې رد کړې، چې تر دې وړاندې انقره کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو ناسم خبرونه ورکړل شول هغه څه چې بهرنیو چارو وزارت یې رد او ناسم وبلل.

تړلي موضوعات