د جدي ۶مه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کالیزه

د جدي ۶مه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کالیزه افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د جدي یا مرغومي ۶ مه چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۵ مې کالیزې سره برابره ده.

 

پوره ۴۵ کاله وړاندې په همدې نېټه د وخت تر ټولو غښتلي زبرځواک د خپل پرمختللي جنګي ماشین په زور ټولو نړېوالو اصولو نه په سرغړونې پر افغان خاوره او فضا یرغل راوړ.

 

شوروي اتحاد د کابل هغه وخت واکمن کمونیست رژیم سره په همغږۍ د افغانانو د نېولو، شکنجې او شهادت لړۍ پیل کړه، خو د وحشت او ظلم دا څپې شېبه په شېبه طغیاني کېدې چې بلاخره سرو لښکرو ته په هر ځای او هر وخت کې د کور او کلي په نښه کول د جګړې اصلي هدف وګرځيد.

 

شوروي اتحاد ۹ کاله یوه میاشت او پوره یوېشت ورځې په افغانستان کې تېرې کړې خو په دې خونخواره موده کې یې څه باندې یو میلیون افغانان شهیدان، شاوخوا یو نیم میلیون نور معلول او په میلیونونو نور یې کډوالۍ ته اړ کړل.

 

د شوروي اتحاد دغو وحشي کړنو افغانان اړ کړل چې د خپلو نېکونو روایات وپالي، وسلو ته لاس او په هر ځای کې د دښمن په څار سترګې ښخې کړي، همدا د افغانانو د بقا یواځنې لار وه، د وخت دغه سرکشه طاغوت بلاخره له افغانستانه په داسې حالت ووت چې سیاسونو یې راتلل خپله لویه تېروتنه وګڼله.

 

د افغانانو همدې مبارزې نه یواځې دا چې هېواد د شوروي له اسارت خلاص کړ بلکې د شوروي اتحاد په ړنګېدو هم تمام شو.

تړلي موضوعات