ا.ا.ا خواجه اصف ته: سلطان محمود غزنوي د مسلمانانو دفاع فرض ګڼل؛ هغه چې ته یې تصور هم نه شې کولی
د افغانستان اسلامي امارت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان دفاع وزیر ګستاخانه خبرو ته توند غبرګون ښودلی او د خواجه اصف له سپکاوي ډکې څرګندونې یې له تاریخي واقعیتونو بې خبري ګڼلې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په دې اړه ویلي، چې سلطان محمود غزنوي د اسلامي امت ویاړ دی او هر ځل یې د مظلومو ولسونو په ځانګړي ډول د مسلمانانو د ژغورنې لپاره هند او نورو سیمو ته سفرونه کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د خواجه اصف څرګندونې په کلکه رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې سلطان محمود غزنوي د مسلمانانو دفاع خپل فرض ګڼل هغه څه چې نن سبا یې د خواجه اصف په څېر خلک تصور هم نه شي کولی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، له حقایقو د پاکستان دفاع وزیر په کچه اشخاصو بې خبري د تاسف ځای دی او داسې مهال ورته سپکاوی کوي، چې د همدې هېواد په دفاعي توغنديو د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی.
د پاکستان د دفاع وزیر له یوه پاکستاني ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي، چې سلطان محمود غزنوي یو غل و او هند ته به یې د لوټمارۍ لپاره سفرونه کول.
د یادونې وړ ده، چې سلطان محمود غزنوي اسلامي نړۍ کې د یوه مسلمان فاتح سلطان په نوم پېژندل کېږي، چې دې افغان فاتح د اسلامي واکمنۍ پراختیا او مظلومو مسلمانانو د نجات لپاره ډېرې بریمنې غزاګانې ترسره کړې دي، هغه چې اوس د تاریخ زرین بابونه دي.