ټرانسپورټ وزارت د دوو مسافر وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیت ځنډولی
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار غزني ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله یې د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیت ځنډولی دی.
یاد وزارت ویلي، تر دغو پېښو وروسته یې د کورنیو چارو وزارت ارشد معینیت او د ټرافیکو عمومي ریاست سره یې بېړنۍ ناسته کړې ده.
دې ناسته کې د هېواد په لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي او د کنټرول د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې پرېکړې شوې دي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د کابل – کندهار په لویه د غزني ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۵۰ تنه هېوادوال شهیدان او ۷۰ تنه نور ټپیان شول، چې له هغې وروسته د ټرانسپورټ وزارت دوو مسافر وړونکو شرکتونو فعالیت ځنډولی او د پېښي ځای ته څېړونکی ټيم هم استولی دی.