مرګونې ټرافیکي پېښې؛ ۲۰ تنه هېوادوال شهیدان او ګڼ ټپیان دي!

مرګونې ټرافیکي پېښې؛ ۲۰ تنه هېوادوال شهیدان او ګڼ ټپیان دي! افغانستان

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حمیدالله نثار رسنیو ته تائید کړې، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۰  تنو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان دي.

د مسؤلینو په خبره، دا ټرافیکې پېښې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې شوې دي، چې یوه پېښه کې ۵۸۰ بس ډوله مسافر وړونکی موټر د ګازو ټانکر سره او دویمه پېښه کې هم یو ۵۸۰ بس ډوله موټر له تش ټېلر سره ټکر شوي دي.

نا تائید شوي راپورونه وايي، چې دې یوه پېښه کې یوازې ۵ تنه ټپیانو ژوند ژغورل شوی نور ټول مسافر شهیدان شوي دي.

یادې پېښې نن شپه رامنځته شوې دي.
بلخوا د غزني ولایتي مسؤلین ډاډ ورکوي، چې سیمې ته روغتیايي منسوبین او ټیمونه رسېدلي دي.

تړلي موضوعات