د ملګرو ملتو له لوري پر ا.ا د بندیزونو دوام د هیڅ لوري په ګټه نه دي

د ملګرو ملتو له لوري پر ا.ا د بندیزونو دوام د هیڅ لوري په ګټه نه دي افغانستان
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له لوري پر اسلامي امارت د بندیزو د دوام پرېکړه غندلې او هغه یې د هیڅ لوري په ګټه نه ده بللې.

 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، پخوا هم د فشار په توګه د بندیزونو لګولو کومه پایله نه ده ورکړې، بلکی زیان یې یوازې عامو افغانانو ته رسېږي.

 

ښاغلي فطرت د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو دوام منطقې کړنه نه بولي او دا چاره د بشر حقونو له داعیې سره په ټکر کې بولي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي له ټولو لوریو سره اړیکې عادي کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه خپله وروستۍ ناسته کې پر اسلامي امارت د بندیزونو موده ۱۴میاشتې نوره هم غځولې.

تړلي موضوعات