ملا برادر اخوند د شهید حقاني فاتحې په موخه پکتیا ته سفر کړی

ملا برادر اخوند د شهید حقاني فاتحې په موخه پکتیا ته سفر کړی افغانستان

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د شهید خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او نوموړي کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه د پکتیا ولایت ګردې څېړۍ ته سفر کړی دی.

ملا برادر اخوند شهید خلیل الرحمن حقاني یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتینی خدمتګار بللی دی.
اقتصادي مرستیال د شهید حقاني شهادت د اسلامي امارت لپاره لویه ضایعه ګڼلې خو ویلي یې دي، چې الهي مسیر کې د شهادت سعادت هم ستره نېکمرغي ده.

د یادونې وړ ده، چې د شهید خلیل الرحمن حقاني فاتحه د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې اخیستل کېږي، چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، قومي مشرانو او پخوانیو جهادي رهبرانو او قومندانو په کې ګډون کړی او فاتحه لا دوام لري.

تړلي موضوعات