د تېرې ادارې وکیلان: افغانستان مو خپل کور او اسلامي امارت مو خپل نظام دی

د تېرې ادارې وکیلان: افغانستان مو خپل کور او اسلامي امارت مو خپل نظام دی افغانستان

له افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشأ رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر په سپېدار ماڼۍ کې د تېرې ادارې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره کتلي دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې دې کتنه کې د تېرې ادارې وکیلانو وویل، چې هېواد کې په ډاډ زړه مېشت دي.
د افغانستان بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو یادو وکیلانو همداراز ویلي، چې افغانستان مو خپل کور او اسلامي امارت مو خپل نظام دی. 
دې کتنه کې دوی زیاته کړې، چې بهر ته د تګ او وطن پرېښودلو اراده نه لري.

یاد کمېسیون پر اېکس پاڼه ویلي، چې دې کتنه کې مولوي ذاکرالله ذاکر یادو وکیلانو ته وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک دې په کې د پردیتوب احساس نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسؤلین د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او خودکفایۍ لپاره هڅې کوي او اړتیا ده چې ټول افغانان په یوه ټغر د هېواد د ابادۍ له کاروان سره یو ځای شي.

د اسلامي امارت یاد چارواکي د تېرې ادارې پارلمان غړو ته ډاډ ورکړی، چې کتنه کې مطرح شویو ستونزو ته به رسېدګي وشي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته د تېرې اداې ټولو نظامي او ملکي چارواکو او منسوبینو ته عفوه وشوه، چې اوس نږدې ټول افغانستان کې په ډاډه او خوندي ډول له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

تړلي موضوعات