د اسلامي امارت مشرتابه د کابینې غړو ته لازمې لارښوونې وکړې
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د سیاسي کمېسیون غړو سره د غوره حکومتولۍ په اړه خبرې اترې کړې دي.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته ویلي، د ځینو مشورو لپاره د کابینې غړي وخت نا وخت کندهار ته وربلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د کابینې او د سیاسي کمېسیون غړي د اسلامي امارت مشرتابه سره په بېلابېلو موضوعاتو د بحث لپاره کندهار ته غوښتل شوي دي.