پنجشېر کې د زمرد کانونو د استخراج ۵۶۰ جوازونه وېشل شوي
د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر سره کتنه کې ویلي، د زمرد کانونو د استخراج لپاره یې کان کېدونکو ته ۵۶۰ نوي جوازونه ورکړي دي.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس محمد قاسم امیري ویلي، د دغو کاري جوازونو له ورکړي سره ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
ښاغلي امیري له کانونو وزارت غوښتي، چې د پنجشېر د معدني ساحو د تثبیت لپاره دې یو مسلکي ټیم ور ولیږي، څو هلته د یاقوتو کان پر استخراج هم کار پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په پنجشېر ولایت کې د زمرد د کانونو ۱۷۰۰ځایونه تثبیت شوي، چې له دې ډلې یې په شاوخوا زر سیمو کې کېندنې روانې دي.
د اسلامي امارات په راتګ سره د کانونو غیر قانوني کېندنو مخه نېول شوې خو پوښتنه داده، له تېرو څه باندې څلورو لسیزو د پنجشیر سربېره ډېر نور کانونه چې ملي شتمني ده، چا، په څه ډول او پر چا پلورلي دي؟