تورخم کې یو شمېر وارداتي وسلې نیول شوې

تورخم کې یو شمېر وارداتي وسلې نیول شوې افغانستان
تورخم کې نیول شوې وسلې

د مالیې وزارت له لوري حریت نیوز ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، فرضي کرښې ته څېرمه د تورخم ګمرک ځیرکو کارکوونکو په یو موټر کې ۱۶ عدده تومانچې،  شاجرونه او ۳۱۵ عدده مرمۍ نیولي دي.

مسوولینو ویلي، دغه مهمات په قاچاقي توګه له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل، چې په تړاو یې یو تورن کس هم نیول شوی او د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو ویښ کارکونکي شپه او ورځ  په دې هڅه کې دي، څو د هر ډول قاچاقي او ممنوعه توکو له واردولو او صادرولو څخه په کلکه مخنیوی وکړي.

تړلي موضوعات