بې ځایه تورونو د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې دي

بې ځایه تورونو د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې دي افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د پاکستاني چارواکو تازه تورونو ته په غبرګون ویلي، د پاکستان ناامنۍ په افغانستان پورې هیڅ تړاو نه لري.

مجاهد ویلي، له پاکستان سره یې د اړیکو د ښه والي هڅې کړې، خو پاکستان تل په کابل بې ځایه تورونه پورې کړي..

ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان کې کېدونکې پېښې باید په افغانستان پورې ونه تړل شي او د پاکستان امنیتي ځواکونو کمزوري دې پر افغانانو نه ور تپل کېږي.

اسلامي امارت په بار بار ګاونډیانو او د سیمې نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې خاوره یې د نورو پر ضد نه کاریږي او له نورو هم ورته غوښتنه لري.

تړلي موضوعات