ننګرهار کې د کوچنۍ کښتۍ ډوبېدو پېښه،۲۰ تنه مړه شوي دي

ننګرهار کې د کوچنۍ کښتۍ ډوبېدو پېښه،۲۰ تنه مړه شوي دي افغانستان
کونړ سیند

دا پېښه نن سهار شاوخوا  ۷ نېمې بجې د ننګرهار مومند ولسوالۍ مربوطاتو کې شوې ده.

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي حریت نیوز ته وویل، کښتۍ کې د سپرو ۲۵ کسانو له ډلې ۵ یې ژغورل شوي او ۲۰ یې اوبو ډوب کړي دي.

تر اوسه د پنځو کسانو جسدونه پیدا شوي او د پاتې ۱۵ نورو د موندلو هڅې روانې دي.

سیمه ییز خلک د کونړ له سېند بلې غاړې ته پورې وتل، چې کښتۍ یې ډوبه شوه.

تړلي موضوعات