تر راتلونکي دوبي به د افغانستان له لارې پاکستان ته د کاسا زر برېښنا ورسیږي

تر راتلونکي دوبي به د افغانستان له لارې پاکستان ته د کاسا زر برېښنا ورسیږي افغانستان
کاسا زر پروژه

د منځنۍ اسیا ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، د افغانستان له لارې د کاسا زر پروژې په وسیله پاکستان ته د راتلونکې کال تر دوبي ۱.۲۵ میلیارد کیلو واټه برېښنا صادریږي.

کاسا زر د قرغزستان او تاجکستان د برښنا هغه ګډه پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته صادریږي.

د دغې پروژې د پاتي چارو د بیا پیل تړون د روان کال په پیل کې د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو.

 د کاسا زر پروژې له لارې به ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه افغانستان ته او ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

نړیوال بانک د دې پروژې یو له مهمو تمویل کوونکو او ملاتړو څخه دی

افغانستان هر کال د دې پروژې د ټرانزیټ له درکه میلیونه ډالر تر لاسه کولی شي.

تړلي موضوعات