اسلامي امارت د شر په سیاست باور نه لري
د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ راغلي پلاوي سره کتنه کې ویلي، افغانستان د ځان په څېر نورو ته هم ښې هېلې لري.
عمري وویل، نیت او عمل مو د ځان او سیمې د خیر لپاره دی.
کورنیو چارو وزارت مرستیال خپل پاکستاني سیال سره خبرو کې د بشام ترهګریزه پېښه وغندله او دا یې یوه بده حادثه وبلله.
هغه په عین حال کې پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړ، چې خاوره یې د نورو پر ضد نه کاریږي او له نورو هم ورته غوښتنه لري.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال خپل پاکستاني سیال ته د کېنايي په ژبه وویل، موږ باید د خپلو ساحو امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمېنه مساعده کړو.