امریکايي ګټو ساتونکی جنرال او د افغانستان سریالي قاتل
نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په څېړنیز راپور کې د تېري ادارې د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له جنایتونو پرده پورته کړې ده.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې جنرال رازق د افغانستان په سویل کې د امریکا یو تر ټولو مهم، بې رحمه او قاتل متحد و، چې د واک پر مهال یې کندهار کې شاوخوا ۳۰۰ کندهاري ځوانان لادرکه شوي، چې تر اوسه د مرګ او ژوند څرک نه لګېږي.
په راپور کې ویل شوي د رازق بریالیتوب ( د دوی په خبره) په ربړونه، غیرقضایي وژنو، انسان تښتونو او د امنیت په نوم د کندهار پولیس په جنګي ځواک بدلولو کې و.
راپور زیاته کړې، په افغانستان کې امریکا او د هغوی د متحدینو ستراتیژیکه موخه دا وه، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د ماتولو او د خلکو د زړونو او ذهنونو خپلولو لپاره د نظامي مصلحت په نوم جنګسالاران، فاسد سیاستوال او ښکاره جنایتکاران واکمن کړي، چې له دې ډلې یې یو هم رازق شمېرل کېږي.
دغې امریکایي ورځپاڼې د جنرال رازق په اړه چې تر ډېره د افغانانو او مجاهدینو ضد څېره پېژندل کېدله ویلي، هغه په کندهار کې پټ زندانونه درلودل او د اسلامي امارت مجاهدین به یې تر نیول کېدو وروسته په خپلو دغو شخصي زندانونو کې شکنجه کول.
د یادې ورځپاڼې د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، د دوی څېړونکي ډلې په کندهار کې له زرګونو کورنیو سره خبرې کړې دي او دا یې موندلې، چې د امریکا په ملاتړ دغه جنرال پورې تړلو ملېشو لسګونه تنه له کورونو له ځان سره بیولي، چې تر اوسه یې مړی او ژوندی نه دي پیدا شوي.
راپور کې زیاته شوې، د نوموړي ظلمونه د دې لامل شول، چې کندهار کې ملکي وګړي د خپل ځان او مال د ساتنې لپاره د اسلامي امارت له صفونو سره يو ځای شي.
بلخوا شنونکي وایي، دا د جنرال رازق د سلګونو جنایتونو یوه بېلګه ده، چې د یوې امریکايي ورځپاڼې له لوري افشا کېږي، خو په کندهار کې د نوموړي د جنایتونو په هغه اندازه دي، چې د کندهاریانو او نورو هېوادوالو به په ټول ژوند له یاده ونه وځي.