سېلاب ځپلو سره د مرستې په تړاو د رئیس الوزراء تازه حکم
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په یو تازه حکم کې مالیې وزارت ته امر کړی چې سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره دې افغاني او ډالري حسابونه پرانیزي.
رئیس الوزراء ددغو بانکي حسابونو له جوړولو موخه سېلاب ځپلو ته د سرپنا او د مرستو راټولو برخو کې روڼتیا ښودلې ده.
د رئیس الوزراء د لارښوونې له مخې راټولې شوې مرستې به د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو په غړيتوب د يوې کمېټې له لارې د رياستالوزرا مقام د هدايت اخيستلو څخه وروسته د تدارکاتي، بودجوي، تخصيصاتي او تادياتي مراحلو پرته سېلاب ځپلو ته ورسیږي.
د اسلامي امارت رئیس الوزراء همداراز له ټولو هېوادوالو ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونه وغوښتل، چې سېلاب ځپلو لپاره خپلې مرستې د یادو بانکي حسابونو له لارې ولیږي.