لوړ پوړي افغان چارواکي د ایران ولسمشر جنازه کې ګډون کوي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ افغان پلاوی، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي به هم ورسره وي، د ایران د مخکیني ولسمشر سیدابراهیم رئیسي د جنازې مراسمو کې ګډون وکړي.
د ابراهیم رئیسي لومړۍ جنازه په تبریز دویمه یې په قم ، تهران او سبا پنجشنبه به یې وروستۍ جنازه په خپل پلرني ټاټوبي مشهد ښار کې تر سره او خاورو ته وسپارل شي.
د اسلامي امارت رئیس الوزرا هم تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د مل پلاوي د مړینې په اړه د ایران حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي وو.
د رئیسي د جنازې په مراسمو کې د افغان پلاوي تر څنګ د پاکستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ولسمشران هم ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې د ایران ولسمشر او مل پلاوی یې د یکشنبې په ورځ په ختیځ آذربایجان کې د یوه بند د پرانیستلو په مراسمو کې له ګډون وروسته بیرته تبریز ته پر لاره و چې هلیکوپټر یې د دیزمار ځنګله غرنۍ سیمه کې را ولوېده.