د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح شوه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوه.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې ده.
د نوموړي په خبره، چې مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه د هېواد په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسېدګي وشي.
د یادونې ده، چې د سږني مالي کال بودیجې د پیسو اندازه نه ده په ډاګه شوې، چې څو میلیارده افغانۍ عادي او انکشافي بودیجه روان کال ته منظور شوې.