د شهید امیرالمؤمنین اتم تلین

د شهید امیرالمؤمنین اتم تلین افغانستان
۱۳۹۵ کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې په شهادت ورسېد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د شهید اميرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د شهادت اتم تلین په مناسبت یوې مرکې کې ویلي، چې ملا منصور په هغه او اوس دواړو وختونو کې د اسلامي امارت او د هېواد لپاره یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایع ده.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې شهید امیرالمؤمنین د اسلامي امارت د قطعاتو د بیا راټولېدو او منسجم کېدو کې مهم رول ترسره کړ.

د اسلامي امارت ویاند د ملا اختر محمد منصور شهادت د اوس لپاره د افغانستان لپاره یوه لویه ضایع وبلله. په خبره یې، د مرفع او ارام افغانستان ارمانجن و.

مجاهد زیاته کړې، چې له نړېوالو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو باب پیل او پراخېدو بنسټ هم ملا منصور کېښود. په وینا یي، ملا منصور د سولې، پخلاینې، هوساینې او ارام افغانستان طرفدار و، خو په دې شرط چې لومړی باید اشغال پای ته ورسېږي، چې له افغان لوري سره بیا دا هرڅه په اسانه کېدل.

شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور نن څخه اته کاله وړاندې په ۱۳۹۵ کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې په شهادت ورسېد.

د شهید امیرالمؤمنین لنډه پېژندنه:

شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د الحاج محمد جان زوی په ۱۳۴۷ کال کې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ بند تیمور کلي کې زېږېدلی، هغه په ۱۹۸۵ کال له کندهار ولایت څخه خپل جهادي فعالیت پیل او د داخلي کمونیستانو او شورويانو اشغالګرو پر وړاندې یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

شهید منصور د اسلامي امارت مرستیال، سیاحت او هوایي چلند وزیر، د کندهار هوایي ډګر مسئول، د کندهار هوایي ځواک او هوایي مدافع مسئول او د ملي دفاع وزارت هوایي مدافع عمومي مسئول په توګه هم دندې ترسره کړې، چې ښې لاسته راوړنې یې درلودې.

نوموړی د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد تر مړینې وروسته د علماوو او مشایخو له لوري د اسلامي امارت د نوي امیر په توګه و ټاکل شو.

د یادولو ده، چې د دغه مخلص، وفاداره او فداکاره مجاهد د اسلامي امارت د مشر په توګه لا یو کال نه و پوره شوی، چې د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې په شهادت ورسېد.

تړلي موضوعات