ترکش نړېوال هوایي شرکت کابل ته خپل پروازونه پیل کړل

ترکش نړېوال هوایي شرکت کابل ته خپل پروازونه پیل کړل افغانستان
د کابل او استانبول ترمنځ ترسره کړي

د ترکیې نړېوال هوایي شرکت ترکش ایرلاین تر دوه کلن ځنډ وروسته نن سه شنبه د غبرګولي په لومړۍ نېټه سهار بیرته کابل ته خپل پروازونه له سره پیل کړل.

د ټرانسپورټ وزارت مسئولین وایي، دغه نړېوال هوایي شرکت به تر دې وروسته په اونۍ کې څلور پروازونه د کابل او استانبول ترمنځ ترسره کړي.

اقتصادي شنونکي په دې باور دي، چې هېواد ته د نړېوالو هوایي شرکتونو ډېرېدل به د دې لامل شي، چې افغان سوداګر ځینې توکي د هوا له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر نړېوالو هوایي شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه له سره پیل کړي وه.

تړلي موضوعات