کابل کې د ځانګړو ځواکونو د لومړي کنډک قومندانۍ مرکز پرانیستل شو

کابل کې د ځانګړو ځواکونو د لومړي کنډک قومندانۍ مرکز پرانیستل شو افغانستان
نورو ولایتونو کې هم دغه ډول مرکزونه پرانیستل شي

ملي د فاع وزارت خبر ورکړی، چې په لومړي ځل د کابل ګارنیزون کې د ملي اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو (کمانډو) قومندانۍ مرکز پرانیستل شوی دی.

یاد وزارت ویلي، دغه مرکز یې د امنیت د لاښه ټینګښت په موخه جوړکړی، چې وروسته به نورو ولایتونو کې هم دغه ډول مرکزونه پرانیستل شي.

د ملي اسلامي اردو ځانګړي ځواکونه (کمانډو) په عصري او پرمختللو وسلو سمبال او په مسلکي ډول روزل شوي، چې په هر ډول شرایطو کې به خپلو دندو ته دوام ورکوي.

تړلي موضوعات