د افغانستان پر بانکي سکټور د بندیزونو تر ټولو ډېر زیان خلکو ته رسېدلی

د افغانستان پر بانکي سکټور د بندیزونو تر ټولو ډېر زیان خلکو ته رسېدلی افغانستان
تر ټولو ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی

د افغانستان بانک رئیس هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزماري دیکارلو سره په کتنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او مالي او بانکي سکټور په اړه خبرې کړې دي.

دې کتنه کې هدایت الله بدري ویلي، د نړېوالو هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفې اغېز کړی، چې تر ټولو ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی.

ښاغلي بدري ویلي، د دې بندیزونو له کبله د نړېوالو مالي او بانکي سیسټمونو سره د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی او د خلکو د پېر ځواک یې کمزوری کړی دی.

نوموړي له نړېوالو بندیزونو د افغانستان بانکي سکټور خلاصون د بشر حق یاد کړی او دایې د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.

د یادونې ده، چې په کتنه کې د افغانستان د اسعاري زېرمو د خلاصون په اړه هم مفصلې خبرې شوې او د اسعاري زېرمو کنګل پاتې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په زیان یاد شوي دي.

تړلي موضوعات