پر غور او بدخشان د سېلابونو نوې څپه، د ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي

پر غور او بدخشان د سېلابونو نوې څپه، د ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي افغانستان
د تیرې ورځې سېلابونو کې کم تر کمه پنځوسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

تېره جمعه بیا هم په غور او بدخشان کې سېلابونه راووتل، چې د سر او مال درانده زیانونه یې درلودل.

د غور اطلاعاتو کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم ویلي، د تیرې ورځې سېلابونو کې کم تر کمه پنځوسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زعیم همداراز ویلي، دغو سېلابونو کې یو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي او د تګ راتګ لارې هم بندې شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد غور کې د سېلابونو له امله په اوښتې مرګ ژوبلې خواشینې ښودلې ده.

د اسلامي امارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې اړوند ارګانونو ته لارښوونه شوې چې ژغورونکي ټیمونه او مرستې سیمې ته په عاجل ډول ورسوي.

مجاهد په عاموخلکو هم غږ کړی چې مصیبت ځپلو کورنیو څخه خپلې مرستې ونه سپموي او د اسلامي امارت ارګانونو سره په همغږۍ دې د خلکو لاسنیوی وکړي.

دا یواځې غور نه دی،  هلته بدخشان کې هم تېره ورځ سېلابونه راوتي چې له مرکز فیض اباد سره ېې د یوولس ولسوالیو لارې تړلي دي.

د بدخشان اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري د لارو د بندیدو پخلی کړی خو د سېلابونو د احتمالي زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

له بل لوري د افغانستان ټولګټو چارو وزارت ویلي، د تیرې ورځې د سېلابونو له امله یو شمېر لویې لارې او نښلوونکي سړکونه چې د لنډې مودې لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، ځېنې یې بیرته پرانیستل شوي او په ځېنو نورو کار روان دی.

د ټولګټو چارو وزارت په لېکنه، بامیان ـــ سرپل، بامیان ــ بغلان، خوست ــ پکتیا، تخار ــ بدخشان، غورــ هرات، غور ــ کابل او  یو شمیر نورې هغه لارې دي چې تېره ورځ د سېلابونو په مهال د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سرچېنې په لېکنه په یادو لارو کې ځېنې یې پرانېستل شوي او د ځېنو نورو په پرانېستلو کار روان دی.

تړلي موضوعات